پاکستان چين سره سياسي٬ اقتصادي او تجارتي اړيكې لا قوي كولو له خوښي لري٬ سي پېك د بېلټ اېنډ روډ اقدام يوه كليدي منصوبه ده٬د پاكستان او چين د ميډيا ترمېنځه نزدې مرسته غواړم ٬ د وزيراعظم عمران خان د چين ميډيا سره خبرې


اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان چين سره سياسي٬ اقتصادي او تجارتي اړيكې لا قوي كولو له خوښي لري۔٬ سي پېك د بېلټ اېنډ روډ اقدام يوه كليدي منصوبه ده، د سي پېك منصوبو جاج اخستو لپاره د اوعلٰې كچ كمېټي جوړه كړې شوې ٬ د چين خپلې راتلونكې دورې ته په طمعه يم٬ د پاكستان او چين د ميډيا ترمېنځه نزدې مرسته غواړم٬ د چين کيمونسټ پارټۍ او قيادت له په سل كلنه دستورو مباركي وركوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د چين ميډيا سره په كړې۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه نزدې او ژورې اړيكې لري٬ ميډيا او كلتوري اړيكې دومره نزدې نه دي څومره چې سياسي اړيكې نزدې دي۔ وزيراعظم ووئيل د چين ميډيا سره د ننني ملاقات مقصد د ميډيا رابطو ته وده وركول دي٬ پاکستان كښې مونږ صدر شي جن پنګ د جديد دور يو لوي سياست مدار ګڼو ٬ پاكستانيان په دوه لحاظه د دوي نه متاثره دي٬ يو د كرپشن په ضد د دوي د جنګ نه او د بدعنوانۍ مخ نيوي كمپائن نه چې ډېر كامياب دے او پاکستانيان هم دې خبرې نه متاثره دي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د چين يوه بله كارنامه په لويه شمېره بې وسه اولس د غربت نه خلاصول دي۔ ده ووئېل چين 70 كروړه اولس د غربت نه رابهر كړے كومه چې يوه غېر معمولي كاميابي ده او زما په خيال په يوه انساني معاشره كښې داسې مثال نه موندلے كېږي۔ ده ووئيل مونږ د سي پېك منصوبو جاج لپاره د لوړې كچې كمېټي جوړه كړې ٬ زه په راتلونكې اوونۍ كښې ګودار ته ځم او هلته به د سي پېك منصوبو د كار د رفتار جاج اخلم٬ هلته به د چين كاركنانو سره ملاقات كوم۔ وزيراعظم عمران خان د چين د مجوزه دورې ذکر كولو سره ووئيل په راتلونكو مياشت دوو كښې د چين دورې ته منتظر يم٬ د دورې په مهال به د پاكستان او چين ترمېنځه د سياسي او اقتصادي اړيكو په وده وركولو خبرې كوم۔وزيراعظم عمران خان ووئيلکميونسټ پارټي آف چائنا (سي پي سي) يو ځانګړے ماډل دے٬ تر اوسه مونږ ته وئيلے كېدل چې لويديز جمهوريت د هر معاشرې پرمختګ لپاره بهترين نظام دے خو سي پي سي يو داسې متبادل نظام وركړے چې ټولو لويديزو جمهوريتونو له ئې ماتې وركړې ۔ ده ووئيل په كومه ټولنه كښې چې د واكمن طبقې احتساب وي٬ مېرټ وي ھغه كاميابه وي٬ تر اوسه دا خيال لرلې شو چې د جمهوريت د لارې واكمن په مېرټ منتخب كېږي او بيا د ھغې قيادت احتساب هم كېدے شي خو سي پي سي د انتخابي جمهوريت نه عېر ټول مقاصد ډېر په ښه طريقه ترلاسه كړي۔ده ووئېل كله چې ما په چين كښې د کميونسټ پارټۍ د مركزي دفتر دوره وكړه نو ما وكتل چې د دوي د صلاحيت لټون او بيا د ھغوي د تربيې نظام د كوم هم انتخابي جمهوريت نه بهتر دے٬ كله چې ھغه يو څيز بدلول غواړي نو دا نظام ئې ملاتړ كوي۔ده ووئېل زمونږ په ټولنه كښې تر دې چې په لويديز جمهوريت كښې هم په يو نظام كښې بدلون راوستل ډېر ګران دے٬ تاسو عمرله ھغه څه نه شې كولې كوم چې ټولنې لپاره بهتر وي٬ چين ځكه دومره په بيړه پرمختګ كړے چې ھغوي خپل نظام كښې په تندۍ سره بدلون راولي٬ كله چې ھغوي وګڼي چې يو نظام كار نه كوي نو ھغه بدل كړي او ھغوي د اوږدې مودې منصوبه بندي كړې۔ ده ووئېل په انتخابي جمهوريت كښې يوازې د پنځو كالو منصوبه بندي كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د سي پېك راتلونكې منصوبه پاكستان لپاره د ډاډ وړ ده٬ مونږ سره به خاص اقتصادي زونز وي٬ مونږ دا هيله لرو چې د چين صنعت به دې خاص زونز پلو راغب شي٬ مونږ به دوي ته مراعات وركوٶ٬ پاكستان كښې لېبر آرزان دے او مونږ هيله لرو چې د چين صنعت كار به دې پلو پام وكړي ۔ ده ووئيل مونږ چين څخه د زراعت څانګې له د مرستې خوښي لرو٬ پاكستان په بنيادي توګه يو زرعي هېواد دے او مونږ خپل زرعي پېداوار ته پام نه دے كړے ٬ مونږ هيله لرو چې مونږ به د چين جديدې زرعي پوهې څخه استفاده وكړو۔ ده ووئيل صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي کي چيانګ چې د كوم عمل د لارې دې مقام ته رسېدلي ٬ هغې لپاره دوي 30 كاله ستړې كړي٬ دوي په كليواله كچه هلې ځلې كړي او په خپله خوارۍ ليډران جوړ شوي٬ دا ډول عمل په ډېرو انتخابي جمهوريتونو كښې نشته۔ ده ووئېل د امريکې صدر د دغسې سخت محنت او هلو ځلو څخه نه تېرېږي ٬ د چين قيادت چې كله اعليٰ ترين مقام ته رسي نو دوي زياته تجربه ترلاسه كړې وي او ھغوي د نظام په بشپړه توګه پوهه لري٬ دوي ته معلومه وي چې په لاندې كچه اولس څنګه ژوند كوي٬ هم دا وجه ده چي ھغوي د غربت په ختمولو كښې كامياب شوي۔ ده ووئيل په څه ډول چې چين د كرونا وائرس لار نيولې ھغه منفرد وه٬ چين چې څنګه زمونږ مرسته كړې٬ واكسين ئې عطيه كړي په دې مونږ د چين مننه كوٶ٬ د چين نه پس پاکستان ھغه هېواد دے چا په ښه ډول د كرونا وائرس د وباء لاره نيولې۔ ده ووئېل د چين په مرسته مونږ خپلې طبي عملې ته په وخت واكسين وركولو كښې كامياب شوي يو۔د پاك چين دوستۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د پاکستان او چين اړيكې ډېر خاص دي٬چين په سخت وخت كښې زمونږ ملګرتيا كړې٬ د چين او د اولس ئې د پاكستانيانو په زړونو كښې يو خاص مقام دے۔ د يوې پوښنې په ځواب ده ووئيل د چين او امريكې اختلافات څخه پيچيدګۍ راپېدا شوې ٬ پاکستان ګڼي چې دا خبره سمه نه ده چې امريكا او نور لويديز طاقتونه د پاكستان غوندې هېوادونه كوم يو ګروپ سره په ملګرتيا كولو مجبوره كړي، مونږ ولې د چا طرفداري وكړو٬ مونږ ټولو سره ښې اړيكې غواړو۔ ده ووئېل پاکستان چين سره ښې اړيكې غواړي٬ پاکستان به چين سره خپلې اړيكې كله هم نه كموي٬ چې څومره هم فشار وي زمونږ اړيكې به نه بدلېږي٬ سي پېك سره زمونږ اقتصادي سباٶن تړلے دے۔وزيراعظمعمران خان ووئيل چين يو رامخې ته كېدونكے سپورټنګ پاور دے٬ كله چې ادارې قوي وي نو د ھغې هېواد لوبې هم وده كوي۔ د کرونا وائرس وباء پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم عمران خان ووئيل نړۍ اوس وباء سره مخ ده او مونږ په دې لړ كښې كومه حتمي رائے نشو قائمولې۔ وزيراعظم د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د سنکيانګ پحقله د لويديزې ميډيا او د حكومتونو موقف د چين د موقف سره سمے نه خوري، مونږ د چين موقف تسليموٶ٬ په دې لړ كښې د لويديزې ميډيا كشمير ته ډېر كم كوريج وركول منافقانه رويه ده۔ ده ووئيل د سي پېك وړومبې پړاٶ د توان او رابطې ٶ٬ مونږ اوس په زرعي څانګه كښې د چين څخه استفاده كول غواړو٬ د هنرمندۍ پحقله مرسته غواړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د چين او امريكې مخالفت ډېر اندېښمن دے٬ دې سره به نړۍ يو ځل بيا په دوه برخو تقسيم شي٬ مونږ ولې د چا ملګرتيا وكړو٫ چين سره مونږ د 70 كالو پخوانۍ اړيكې لرو ٬ د افغانستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل دا ډېره ګرانه پوښتنه ده، دا مهال څوك هم د دې ځواب نه لري٬ د امريکې لويه غلطي دا ده چې ھغوي په عسكري قوت مسئله د حلكولو هڅه كرې، د افغانستان تاريخ دا دے چې څوك افغانان تابع كولې نشي، څنګه چې امريکې د افغانستان څخه د وتلو اعلان وكړو طالبانو دا خپله بريا وګرځوله٬ په دې صورتحال كښې دوي سياسي حل پلو راوستل ګران دي۔ده ووئېل كه په افغانستان كښ كورنۍ جګړه پېل كېږي نو دې څخه به د ټولو نه زيات پاكستان ځپلے كېږي٬ دې لپاره مونږ په هر صورت سياسي حل غواړو۔ وزيراعظم عمران خان د چين ميډيا سره د خبرو اترو په مهال د اطلاعاتګ او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر هم موجود وٶ۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس