اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حكومت به د مېډيا وركرز پوره ملاتړ كوي، مېډيا وركرز او خبريالانو ته د وزيراعظم نيا پاكستان هاٶسنګ سكيم له مخې كور او د روغتيا كارډ وركولو سره سره د دوي په وخت د تنخاګانو ادائيګي باوري كولو لپاره كار پېل كړے شوے، خبريالان فرنټ لائن كاركنان دي، خبريالانو او د مېډيا وركرز هر ډول تحفظ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ، هيله ده چې د روغتيا په څانګه كښې د كار كوونكو خبريالانو د وېكسي نېشن عمل به روانه اونې پېل شي. د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د اطلاعات په وزارت كښې چې د اصلاحات كومه لړۍ په كال 2018م كښې پېل كړې شوې وه، د هغه ځاے نه به بېرته پېل كولې شي. ټي وي فعاله كول، د مېډيا پوهنتون جوړول، اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان ﴿اے پي پي﴾ نه جديد ډېجيټل نيوز اېجنسي جوړول، اېكسټرنل پبلېسټي ونګ مخ په وړاندې بوتلل ، د فلم پاليسي عملي كول، د انګرېزې ژبې د ټي وي بنياد او ماشومانو لپاره د كركټ نه علاوه سپورټس چېنل راوړل زمونږ ترجيحات دي او په راتلونكو دوه نيمو كلونو كښې به دا ټول پروګرامونه ترسره كولې شي. وفاقي وزير ووئيل مېډيا وركرز ډېرې مرستې ته ضرورت لري. ده ووئيل خبريالانو او مېډيا وركرز ته هر ډول تحفظ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ، هيله ده چې د روغتيا په څانګه كښې د كار كوونكو خبريالانو د وېكسي نېشن عمل به روانه اونې پېل شي. په دې لړ كښې د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان سره خبره شوې. د اختر مياشتې په اړه تبصره كښې وفاقي وزير ووئيل د قمري كلېنډر له مخې سږ كال به 29 روژې وي، هر يو وګړے رويت اېپ ډاٶن لوډ كولو سره په خپله هم د مياشتې په اړه معلومات ترلاسه كولے شي
خبريالانو او مېډيا وركرز ته هر ډول تحفظ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي، هيله ده د روغتيا په څانګه كښې د كار كوونكو خبريالانو د وېكسينېشن عمل به روانه اونې پېل شي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais