د وفاقی وزیر چوهدری فواد حسین د قائداع??م محمد علی جناح تلين په موقعه پېغام
اسلام آباد۔11ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د بابائے قوم قائد اع??م محمد علي جناح وژن له مخې روښانه ٬ امناكه او ترقي پسند پاكستان زمونږ مقصد دے۔ د خالي په ورځ د قائد اع??م محمد علي جناح تلين په موقعه خپل پېغام كښې هغه ووئيل د بابائے قوم په مشرۍ كښې پاكستان يو خپلواكه رياست جوړېدو سره رامخې ته شو او په ??ې اولس قائداع??م محمد علي جناح ته د عقيدت پېرزوينې وړان??ې كوي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د اوسني وخت مسئلې مخې ته اېښودلو سره د قائد اع??م محمد علي جناح د تعليماتو او فرموداتو اهميت لا سوا شوے شوے دے۔ د بابائے قوم پوهې او سياسي بصيرت د قوم تقدير بدلولو له د اتحاد ٬ ايمان او نظم وضبط په ډول د لارښودنې اوصولو وضعه كړي وو دغسې چې مونږ د ټولو مسئلو په ګډه مقابله وكړې شؤ۔ هغه ووئيل نن زمونږ د مسئلو زيات سبب د دغه تعليماتو نه لرې والې د??۔ هغه ووئيل مونږ له به امناكه ٬ ترقي پسند او جمهوري سوچ ته وده وركولو له په ګډه كار كول وي۔ هغه ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي د پاكستان تحريك انصاف حكومت به د بابائے قوم د ترقي پسند او جمهوري پاكستان خوب ريښتا كړي۔
حكومت به د بابائے قوم د ترقي پسند او جمهوري پاكستان خوب ريښتيا كړي۔
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ