اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د وزيراعظم عم??ان خان په مشرۍ كښې به د پي ټي آئي حكومت خپله آئيني موده تر سره كوي٬د وزيراعظم عم??ان خان په سپارښتنه د امن وضعې جاج اخس??و لپاره كراچۍ ته راغلے يم٬د امن په وضعه به د سندھ ګورنر٬وزيراعلٰی او رينجرز چارواكو سره ملاقات كوم۔په سندھ كښې د ګورنر راج لګولو هېڅ امكان نشته٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كراچۍ هوائي مېدان ته د رسېدو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل امن د صوبائي حكومت اختيار دے٬زه د وزيراعظم په سپارښتنه د صورتحال جاج اخس??و له كراچۍ ته راغلے يم٬په شكارپور كښې پ?? كچه سيمو كښې د عملياتو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې معامله به د سندھ وزيراعلٰی سره خبره كوم۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت د وزيراعظم عم??ان خان په دور كښې يو لائسنس هم نه دے جاري كړے۔ده ووئيل كراچۍ د نشې لعنت څخه پاكولو له به هڅې كولې شي